مینه -- تاسو يې سمه نه کوئ
-
0:00 - 0:04مینه څه شی دی؟
-
0:04 - 0:06د دې اصطلاح تعریف کول ګران دي
-
0:06 - 0:10ځکه چې ډیر پراخ استعمال لري.
-
0:10 - 0:12زه جاګنګ (منډې) سره مینه لرلی شم.
-
0:12 - 0:14یوه کتاب، فلم سره مینه لرلی شم.
-
0:14 - 0:17زه اسکالوپ (د نرۍ پرې کړل شوې غوښې ترکارۍ) سره مینه لرلی شم.
-
0:17 - 0:19. زه خپلې ښځې سره مینه کولی شم.
-
0:19 - 0:22(خندا)
-
0:24 - 0:27خو د مثال په توګه
-
0:27 - 0:32د اسکالوپ کتغ او زما ښځې په مېنځ کې ډېر زیات فرق دی.
-
0:32 - 0:35هغه دا، چې که زه د اسکالوپ قدر کوم،
-
0:35 - 0:41خو بل خوا، اسکالوپ زما څه قدر نه کوي.
-
0:41 - 0:44خو زما ښځه ما ته
-
0:44 - 0:46د خپل ژوند ستوری وايي.
-
0:46 - 0:49(خندا)
-
0:49 - 0:51دلیل دا شو چې صرف یوه خواهش لرونکې هستي مې
-
0:51 - 0:54د مینې وړ یوه بله هستي ګڼلې شي.
-
0:54 - 0:55زه په دې خبر یم،
-
0:55 - 0:58نو ځکه وایم د مینې زیات دقیق تعریف دا دی چې
-
0:58 - 1:02مینه د غوښتل کېدو غوښتنه ده.
-
1:02 - 1:05او دا د مینې یوې دايمې ستونزې لامل هم دی:
-
1:05 - 1:11څنګه به د غوښتنې وړ جوړ شم او ووسم؟
-
1:11 - 1:14په تېرو وختونو کې
-
1:14 - 1:17د دې ستونزې حل دا و چې
-
1:17 - 1:20یوه کس به د ټولنې اصولو ته سر ښکته کړو.
-
1:20 - 1:22د خپل جنس، عمر او ټولنیز حېثیت مطابق به
-
1:22 - 1:24تا نه د یوه
-
1:24 - 1:26کردار توقع کېدله،
-
1:26 - 1:28او په ټولنه کې د قدر او د مینې وړ ګرځېدو له پاره
-
1:28 - 1:32تا له صرف خپل دا کردار لوبول وو.
-
1:32 - 1:36د هغه ښځې مثال یادولی شو چې واده نه مخکې خپله لمن پاکه ساتلو توقع ترې کیږي.
-
1:36 - 1:40د هغه کشري زوي مثال به رایاد کړو چې د مشري زوي خبره به مني،
-
1:40 - 1:46او مشري نه توقع کیږي چې د پلار خبره به مني.
-
1:46 - 1:50خو په ۱۳ مې پېړۍ کې،
-
1:50 - 1:54په مغرب کې،
-
1:54 - 1:58خاص د رنسانس په وخت کې،
-
1:58 - 2:01یو بدلون شورو شو
-
2:01 - 2:03چې انساني تاریخ کې يې د ځان پېژندنې تر ټولو لوی بحران پېدا کړو.
-
2:03 - 2:05دي بدلون ته ماډرنټي (اوسمهالي) وايي.
-
2:05 - 2:08د دې خلاصه مونږ د یوې درې ګونې پروسې په توګه کولې شو.
-
2:08 - 2:14لومړی، د ساینسي څېړنو د منطقي کولو پروسه،
-
2:14 - 2:17چې تکنیکي پرمختیا يې تېزه کړې.
-
2:17 - 2:21. بله، په سیاسي توګه د جمهوري کېدنې پروسه،
-
2:21 - 2:24، چې فردي حقوقو ته يې وده ورکړې.
-
2:24 - 2:29او په اخر کې، په منظقي بنیادونو د معاشي پېداوار .
-
2:29 - 2:32او د تجارتي ازادۍ پروسه
-
2:32 - 2:35یو بل سره تړلو دغه دریو پروسو
-
2:35 - 2:37د مغربي ټولنې روایتي ټولې ستنې
-
2:37 - 2:41وپرځولې،
-
2:41 - 2:44چې په فرد يې ژور اثر واچولو.
-
2:44 - 2:47اوس کسان کولی شي چې
-
2:47 - 2:50په خپله خوښه
-
2:50 - 2:54هرې رویې، هر انتخاب، هر څیز ته قدر ورکړي یا يې بې قدره وګڼي.
-
2:54 - 3:00خو نتیجه دا شوه چې دوي په خپله اوس
-
3:00 - 3:02د نورو د خوښې سره مخامخ دي
-
3:02 - 3:07چې هغه يې قدر کوي که يې نه کوي.
-
3:07 - 3:12په نورو ټکو، یو وخت و چې د ټولنې روایتي طاقتونه تسلیمولو سره ما ته
-
3:12 - 3:16د قدر ضمانت راکړل کېدو.
-
3:16 - 3:21اوس زما قدر په سټاک اېکسچېنج کې یادیږي.
-
3:21 - 3:26د فردي خواهشاتو په ازاد بازار کې،
-
3:26 - 3:30زه هره ورځ د خپل قدر سودا کوم.
-
3:30 - 3:33ځکه خو د نن زمانې سړی اندېښمن دی.
-
3:33 - 3:37هغه هر وخت په دې سوچ کې وي: "زه زړه راښوکونکی یم که نه یم؟ څومره زړه راښکونکی یم؟
-
3:37 - 3:40څومره خلک به ما سره مینه ولري؟"
-
3:40 - 3:43او هغه د دې اندېښنې په نتیجه کې څه کوي؟
-
3:43 - 3:51بس دا چې د خلکو خوښ ګرځېدلو له پاره د لیوني په شان ځان ته نښې نښانونه راټولوي.
-
3:52 - 3:55(خندا)
-
3:55 - 3:58د راټولونې دغي عمل ته، نورو سره سره،
-
3:58 - 4:01زه د غولونې سرمایه وایم.
-
4:01 - 4:03څه شک نشته چې زمونږ مصرف کوونکی (لګښتواله) ټولنه
-
4:03 - 4:09تر ډېره حده د غولونې په سرمایه انحصار لري.
-
4:09 - 4:13دغه مصرف په اړه وېل کیږي چې زمونږ زمانه ماده پرسته ده.
-
4:13 - 4:17خو دا رښتیا نه دي. مونږ څیزونو د نورو خلکو ذهنونو سره
-
4:17 - 4:20رابطه جوړولو له پاره جمع کوو.
-
4:20 - 4:25مونږ د دوي مینه ګټلو له پاره داسې کوو، مونږ دوي ځان خوا ته راغولول غواړو.
-
4:25 - 4:29دې نه به نور زیات غېر ماده پرسته، او زیات جذباتي حرکت نه وي چې
-
4:29 - 4:33یو مین نوی ځوان صرف د خپلې معشوقې جېنېفر خوشالولو له پاره
-
4:33 - 4:35د جینزو پتلون واخلي
-
4:35 - 4:37او بیا يې د ګونډو د پاسه وشلوي.
-
4:37 - 4:40(خندا)
-
4:40 - 4:43لګښتوالي (د څیزونو د اخېستلو عادت) ماده پرستي نه ده.
-
4:43 - 4:45بلکه لګښتوالي هغه شی دی چې
-
4:45 - 4:48د مینې د دیوتا
-
4:48 - 4:53د غولونې د سرمایې په نوم ډوب او قرباني شي.
-
4:53 - 4:58په عصري مینه د دې مشاهدې په رڼا کې،
-
4:58 - 5:01مونږ له په اینده کې د مینې څنګه سوچ خپلول پکار دي
-
5:01 - 5:04په دې لړ کې دوه مفروضې ذهن ته راوستلې شو:
-
5:04 - 5:06لومړی دا اټکل کول
-
5:06 - 5:12چې دغه نارسیسي سرمایه داري به نور هم شدت واخلي.
-
5:12 - 5:16دا وېل ګران دي چې دا شدت به کومه بڼه نیسي،
-
5:16 - 5:18ځکه چې د دې انحصار تر ډېره حده
-
5:18 - 5:21په ټولنیز او تکنیکي نوښتون دی،
-
5:21 - 5:26او د دغو وړاندوېینه په طبیعي توګه ګرانه ده.
-
5:26 - 5:28خو د مثال په توګه
-
5:28 - 5:31مونږ د ډېټنګ داسې یوې وېبپاڼې تصور کولی شو چې،
-
5:31 - 5:36هغه د وفا نمرو پروګرامونو په شان،
-
5:36 - 5:39به د غولونې نمرې استعمالوي
-
5:39 - 5:42چې به زما د عمر، د قد/وزن تناسب،
-
5:42 - 5:45زما تعلیم، زما تنخوا،
-
5:45 - 5:49یا زما په پروفایل (پېژنیال) د کلکونو شمېرو سره سم تغیر خوري.
-
5:49 - 5:53مونږ د یو کمیاوي علاج تصور هم کولی شو
-
5:53 - 5:57چې د یار نه بېلدو په وخت به
-
5:57 - 6:01د یار سره تړلي د زړه احساسات راله کمزوري کړي.
-
6:01 - 6:05هو رښتیا، په اېم ټي وي خو یو پروګرام راغلی هم دی
-
6:05 - 6:09دی چې ورکې د معشوق غولونې استاذان
-
6:09 - 6:13د زړه درد ته د ناروغۍ په توګه ګوري.
-
6:13 - 6:16دا استاذان ځان ته "پک اپ ارټسټان" وايي.
-
6:16 - 6:19په فرانسوي کې "ارټسټ" اسان ټکی دی. د دې مطلب "هنرمند" دی.
-
6:19 - 6:22د "پک اپ" مطلب دی څوک اچتول
-
6:22 - 6:24– خو د هر چا اچتول نه، دلته د جینکو اوچتول یادیږي.
-
6:24 - 6:29مطلب دوي د جینکو اچتولو هنرمندان دي.
-
6:29 - 6:30(خندا)
-
6:30 - 6:35او دوي د زړه خوږ ته "ون-ایټس" وايي.
-
6:35 - 6:39په انګریزي کې وروستاړی "ایټس" مرض ته وايي.
-
6:39 - 6:43د "ون-ایټس" ژباړه "د یوه مرض" کېدې شي.
-
6:43 - 6:47لږه د کرکجنه خبره ده. واقعي چې پک اپ ارټسټانو په کتاب کې
-
6:47 - 6:51مینه کول ،
-
6:51 - 6:52وخت ضایع کول دي
-
6:52 - 6:54دا د خپلې د غولونې سرمايې بې ځایه لګول دي،
-
6:54 - 6:56نو ځکه پکار ده چې د یوې ناروغۍ په شان ختمه کړل شي،
-
6:56 - 7:00د یو تعفن په شان له مېنځه یووړل شي.
-
7:00 - 7:04د مینې په لړ کې مونږ
-
7:04 - 7:07د انساني جینوم (ټولې جنونې) د استعمال تصور هم کولی شو.
-
7:07 - 7:10هر څوک به يې ځان سره ګرځوي
-
7:10 - 7:13او د بزنس کارډ په توګه به يې وړاندی کوي
-
7:13 - 7:18چې هغه کس سره د بچیو راړلو د امکان تصدیق وشي.
-
7:18 - 7:22(خندا)
-
7:22 - 7:27ارو مرو، د غولونې دا منډه به،
-
7:27 - 7:29د هرې سختې مقابلې په شان،
-
7:29 - 7:34خلکو په مېنځ کې د نارسيسي اطمینان ترلاسه کولو په کچه کې ډېره نابرابري راولي،
-
7:34 - 7:38او ځکه ډېر زیات یواځیتوب او مایوسي هم.
-
7:38 - 7:41نو مونږ توقع لرلی شو چې ماډرنټي (اوسمهالي)،
-
7:41 - 7:46چې د غولونې د سرمايې سرچېنه ده، به خپله د پوښتنو لاندې راشي.
-
7:46 - 7:48زه په خاصه د نوي فاشسټانو او مذهبي ټولګو
-
7:48 - 7:53د غبرګون ته اشاره کوم.
-
7:53 - 7:59خو ضروري نه چې مونږ داسې اینده ولرو.
-
7:59 - 8:04د مینې په اړه د فکر یوه بله لاره هم ممکنه ده.
-
8:04 - 8:06خو څنګه؟
-
8:06 - 8:11څنګه زه ځان له د قدر دې هیجاني غوښتنې نه توبه کولی شو؟
-
8:11 - 8:15نور څنګه خو داسې چې زه په خپل بې ګټې توب خبر شم.
-
8:15 - 8:17(خندا)
-
8:17 - 8:18او،
-
8:18 - 8:20زه بیخي یو بې فایدې سړی یم.
-
8:20 - 8:22خو یاد ولرئ:
-
8:22 - 8:23تاسو هم زما په شان بې فایدې يئ.
-
8:23 - 8:26(خندا)
-
8:26 - 8:30(د لاسونو پړکا)
-
8:30 - 8:34مونږ ټول فضول خلک یو.
-
8:34 - 8:36دا بې فایدې توب په اسان ښودل کېدی شي،
-
8:36 - 8:40ځکه چې د قدر له پاره
-
8:40 - 8:43چې د قدر له پاره ما ته د یو بل کس ضرورت دی چې ما خوښ کړي،
-
8:43 - 8:45چې مطلب يې دا شو چې زه په خپله څه قدر نه لرم.
-
8:45 - 8:48زه په خپله څه فطري ارزښت نه لرم.
-
8:51 - 8:53مونږ د محبوب انسان پاتې کېدو پلمه کوو؛
-
8:53 - 8:56مونږ ټول بل چا ته د محبوب پاتې کېدلو پلمه کوو؛ خو په حقیقت کې
-
8:56 - 9:00مونږ ټول چارچوبیسان یو، لږ لږ په کوڅه کې د هغه کس غونتې یو
-
9:00 - 9:03چې په ظاهره بیخي سوکاله او بې نیازه ښکاري،
-
9:03 - 9:06خو په حقیقت کې هغه له وړاندې هیله او پلان درلوده
-
9:06 - 9:09چې د خلکو پام ځان ته راواړوي.
-
9:09 - 9:11زما په خیال که مونږ
-
9:11 - 9:13ټولو سره مل په خپلې دغې عمومي خرجدالۍ باندې
-
9:13 - 9:15پوهه شولو،
-
9:15 - 9:16زمونږ د مینې تعلقات به ډېره سوکه شي.
-
9:16 - 9:19د زړه راښکنې هیجان د دې وجې دی
-
9:19 - 9:20چې زه د سر نه تر پښتو غواړم
-
9:20 - 9:22ما سره مینه وشي،
-
9:22 - 9:25او دا مینه په هر انتخاب کې زما حمایت وکړي.
-
9:25 - 9:27نو ځکه داسې ښکارېدل غواړم لکه چې زه هېڅ څه خامیانې نه لرم
-
9:27 - 9:29چې ما سره مینه وشي.
-
9:29 - 9:31زه غواړم چې چا سره زه مینه کوم هغه هم هېڅ خامۍ نه ولري
-
9:31 - 9:33چې زه د خپل قدر په اړه ډاډمن شم.
-
9:33 - 9:35دې وجې نه جوړي
-
9:35 - 9:37یو بل نه د ښې کارکردګۍ لوی هېلې لري
-
9:37 - 9:40چې د لږ شان ټیټې لاسته راوړنې په سر
-
9:40 - 9:42ډېر په اسانه یو بل نه بېل شي.
-
9:42 - 9:46د دې رويې برعکس،
-
9:46 - 9:49زه تاسو نرمۍ ته رابولم – مینه په نرمۍ سره.
-
9:49 - 9:50نرمي څه شی دی؟
-
9:50 - 9:54نرمي د خپل مین/مینې کمزورۍ قبلولو ته وايي.
-
9:54 - 9:58د دې مطلب د نوکرانو یوې خپه جوړې په شان جوړېدل نه دي.
-
9:58 - 9:59(خندا)
-
9:59 - 10:01نرمي دومره بده هم نه ده.
-
10:01 - 10:02د دې برعکس،
-
10:02 - 10:05په نرمۍ کې ډېر زیات خمار او خوشالي ده.
-
10:05 - 10:09زه په خاصه د یو قسم ظرافت ته اشاره کوم چې له بده مرغه ډېر کم استعمالیږي.
-
10:09 - 10:12دا یو قسم د یوې قصدي وارخطايۍ شاعري ده.
-
10:12 - 10:15زه په ځان پورې مسخرو کولو ته اشاره کوم.
-
10:15 - 10:18یوې داسې جوړې له پاره چې نور څه تکیه نه لري،
-
10:18 - 10:20د روایتو محدودیتونو دننه موجوده تکیه نه لري،
-
10:20 - 10:21نو زما په خیال دوي له پاره ځان پورې ټوکې
-
10:21 - 10:26د تعلق ساتلو تر ټولو ښو لارو کې یوه ده.
- Title:
- مینه -- تاسو يې سمه نه کوئ
- Speaker:
- Yann Dall'Aglio
- Description:
-
په دې خوندوره وېنا کې، فلسفي یان ډال آګلیو د نرمۍ جهاني لټون او پېوستون څېړنه کوي په داسې وختونو کې چې مونږ ورځ تر بلې په فرد ي ژوند متمرکز کېږو. لکه څنګه چې دې وېنا نه معلومیږي، نرمي اختیارول او پېوستون پېدا کول د ستاسو سوچ نه هم زیات اسان کار دی. په اوسمهاله زمانه کې دا د مینې اوسني حالت باندې یوه ځیرکه او ظریفو فکرونو نه ډکه وېنا ده.
- Video Language:
- French
- Team:
- closed TED
- Project:
- TEDTalks
- Duration:
- 10:42
TED Translators admin approved Pashto subtitles for L'amour -- vous le faites mal. | ||
TED Translators admin accepted Pashto subtitles for L'amour -- vous le faites mal. | ||
Abid Riaz edited Pashto subtitles for L'amour -- vous le faites mal. | ||
Abid Riaz edited Pashto subtitles for L'amour -- vous le faites mal. | ||
Abid Riaz edited Pashto subtitles for L'amour -- vous le faites mal. |