مینه څه شی دی؟
د دې اصطلاح تعریف کول ګران دي
ځکه چې ډیر پراخ استعمال لري.
زه جاګنګ (منډې) سره مینه لرلی شم.
یوه کتاب، فلم سره مینه لرلی شم.
زه اسکالوپ (د نرۍ پرې کړل شوې غوښې ترکارۍ) سره مینه لرلی شم.
. زه خپلې ښځې سره مینه کولی شم.
(خندا)
خو د مثال په توګه
د اسکالوپ کتغ او زما ښځې په مېنځ کې ډېر زیات فرق دی.
هغه دا، چې که زه د اسکالوپ قدر کوم،
خو بل خوا، اسکالوپ زما څه قدر نه کوي.
خو زما ښځه ما ته
د خپل ژوند ستوری وايي.
(خندا)
دلیل دا شو چې صرف یوه خواهش لرونکې هستي مې
د مینې وړ یوه بله هستي ګڼلې شي.
زه په دې خبر یم،
نو ځکه وایم د مینې زیات دقیق تعریف دا دی چې
مینه د غوښتل کېدو غوښتنه ده.
او دا د مینې یوې دايمې ستونزې لامل هم دی:
څنګه به د غوښتنې وړ جوړ شم او ووسم؟
په تېرو وختونو کې
د دې ستونزې حل دا و چې
یوه کس به د ټولنې اصولو ته سر ښکته کړو.
د خپل جنس، عمر او ټولنیز حېثیت مطابق به
تا نه د یوه
کردار توقع کېدله،
او په ټولنه کې د قدر او د مینې وړ ګرځېدو له پاره
تا له صرف خپل دا کردار لوبول وو.
د هغه ښځې مثال یادولی شو چې واده نه مخکې خپله لمن پاکه ساتلو توقع ترې کیږي.
د هغه کشري زوي مثال به رایاد کړو چې د مشري زوي خبره به مني،
او مشري نه توقع کیږي چې د پلار خبره به مني.
خو په ۱۳ مې پېړۍ کې،
په مغرب کې،
خاص د رنسانس په وخت کې،
یو بدلون شورو شو
چې انساني تاریخ کې يې د ځان پېژندنې تر ټولو لوی بحران پېدا کړو.
دي بدلون ته ماډرنټي (اوسمهالي) وايي.
د دې خلاصه مونږ د یوې درې ګونې پروسې په توګه کولې شو.
لومړی، د ساینسي څېړنو د منطقي کولو پروسه،
چې تکنیکي پرمختیا يې تېزه کړې.
. بله، په سیاسي توګه د جمهوري کېدنې پروسه،
، چې فردي حقوقو ته يې وده ورکړې.
او په اخر کې، په منظقي بنیادونو د معاشي پېداوار .
او د تجارتي ازادۍ پروسه
یو بل سره تړلو دغه دریو پروسو
د مغربي ټولنې روایتي ټولې ستنې
وپرځولې،
چې په فرد يې ژور اثر واچولو.
اوس کسان کولی شي چې
په خپله خوښه
هرې رویې، هر انتخاب، هر څیز ته قدر ورکړي یا يې بې قدره وګڼي.
خو نتیجه دا شوه چې دوي په خپله اوس
د نورو د خوښې سره مخامخ دي
چې هغه يې قدر کوي که يې نه کوي.
په نورو ټکو، یو وخت و چې د ټولنې روایتي طاقتونه تسلیمولو سره ما ته
د قدر ضمانت راکړل کېدو.
اوس زما قدر په سټاک اېکسچېنج کې یادیږي.
د فردي خواهشاتو په ازاد بازار کې،
زه هره ورځ د خپل قدر سودا کوم.
ځکه خو د نن زمانې سړی اندېښمن دی.
هغه هر وخت په دې سوچ کې وي: "زه زړه راښوکونکی یم که نه یم؟ څومره زړه راښکونکی یم؟
څومره خلک به ما سره مینه ولري؟"
او هغه د دې اندېښنې په نتیجه کې څه کوي؟
بس دا چې د خلکو خوښ ګرځېدلو له پاره د لیوني په شان ځان ته نښې نښانونه راټولوي.
(خندا)
د راټولونې دغي عمل ته، نورو سره سره،
زه د غولونې سرمایه وایم.
څه شک نشته چې زمونږ مصرف کوونکی (لګښتواله) ټولنه
تر ډېره حده د غولونې په سرمایه انحصار لري.
دغه مصرف په اړه وېل کیږي چې زمونږ زمانه ماده پرسته ده.
خو دا رښتیا نه دي. مونږ څیزونو د نورو خلکو ذهنونو سره
رابطه جوړولو له پاره جمع کوو.
مونږ د دوي مینه ګټلو له پاره داسې کوو، مونږ دوي ځان خوا ته راغولول غواړو.
دې نه به نور زیات غېر ماده پرسته، او زیات جذباتي حرکت نه وي چې
یو مین نوی ځوان صرف د خپلې معشوقې جېنېفر خوشالولو له پاره
د جینزو پتلون واخلي
او بیا يې د ګونډو د پاسه وشلوي.
(خندا)
لګښتوالي (د څیزونو د اخېستلو عادت) ماده پرستي نه ده.
بلکه لګښتوالي هغه شی دی چې
د مینې د دیوتا
د غولونې د سرمایې په نوم ډوب او قرباني شي.
په عصري مینه د دې مشاهدې په رڼا کې،
مونږ له په اینده کې د مینې څنګه سوچ خپلول پکار دي
په دې لړ کې دوه مفروضې ذهن ته راوستلې شو:
لومړی دا اټکل کول
چې دغه نارسیسي سرمایه داري به نور هم شدت واخلي.
دا وېل ګران دي چې دا شدت به کومه بڼه نیسي،
ځکه چې د دې انحصار تر ډېره حده
په ټولنیز او تکنیکي نوښتون دی،
او د دغو وړاندوېینه په طبیعي توګه ګرانه ده.
خو د مثال په توګه
مونږ د ډېټنګ داسې یوې وېبپاڼې تصور کولی شو چې،
هغه د وفا نمرو پروګرامونو په شان،
به د غولونې نمرې استعمالوي
چې به زما د عمر، د قد/وزن تناسب،
زما تعلیم، زما تنخوا،
یا زما په پروفایل (پېژنیال) د کلکونو شمېرو سره سم تغیر خوري.
مونږ د یو کمیاوي علاج تصور هم کولی شو
چې د یار نه بېلدو په وخت به
د یار سره تړلي د زړه احساسات راله کمزوري کړي.
هو رښتیا، په اېم ټي وي خو یو پروګرام راغلی هم دی
دی چې ورکې د معشوق غولونې استاذان
د زړه درد ته د ناروغۍ په توګه ګوري.
دا استاذان ځان ته "پک اپ ارټسټان" وايي.
په فرانسوي کې "ارټسټ" اسان ټکی دی. د دې مطلب "هنرمند" دی.
د "پک اپ" مطلب دی څوک اچتول
– خو د هر چا اچتول نه، دلته د جینکو اوچتول یادیږي.
مطلب دوي د جینکو اچتولو هنرمندان دي.
(خندا)
او دوي د زړه خوږ ته "ون-ایټس" وايي.
په انګریزي کې وروستاړی "ایټس" مرض ته وايي.
د "ون-ایټس" ژباړه "د یوه مرض" کېدې شي.
لږه د کرکجنه خبره ده. واقعي چې پک اپ ارټسټانو په کتاب کې
مینه کول ،
وخت ضایع کول دي
دا د خپلې د غولونې سرمايې بې ځایه لګول دي،
نو ځکه پکار ده چې د یوې ناروغۍ په شان ختمه کړل شي،
د یو تعفن په شان له مېنځه یووړل شي.
د مینې په لړ کې مونږ
د انساني جینوم (ټولې جنونې) د استعمال تصور هم کولی شو.
هر څوک به يې ځان سره ګرځوي
او د بزنس کارډ په توګه به يې وړاندی کوي
چې هغه کس سره د بچیو راړلو د امکان تصدیق وشي.
(خندا)
ارو مرو، د غولونې دا منډه به،
د هرې سختې مقابلې په شان،
خلکو په مېنځ کې د نارسيسي اطمینان ترلاسه کولو په کچه کې ډېره نابرابري راولي،
او ځکه ډېر زیات یواځیتوب او مایوسي هم.
نو مونږ توقع لرلی شو چې ماډرنټي (اوسمهالي)،
چې د غولونې د سرمايې سرچېنه ده، به خپله د پوښتنو لاندې راشي.
زه په خاصه د نوي فاشسټانو او مذهبي ټولګو
د غبرګون ته اشاره کوم.
خو ضروري نه چې مونږ داسې اینده ولرو.
د مینې په اړه د فکر یوه بله لاره هم ممکنه ده.
خو څنګه؟
څنګه زه ځان له د قدر دې هیجاني غوښتنې نه توبه کولی شو؟
نور څنګه خو داسې چې زه په خپل بې ګټې توب خبر شم.
(خندا)
او،
زه بیخي یو بې فایدې سړی یم.
خو یاد ولرئ:
تاسو هم زما په شان بې فایدې يئ.
(خندا)
(د لاسونو پړکا)
مونږ ټول فضول خلک یو.
دا بې فایدې توب په اسان ښودل کېدی شي،
ځکه چې د قدر له پاره
چې د قدر له پاره ما ته د یو بل کس ضرورت دی چې ما خوښ کړي،
چې مطلب يې دا شو چې زه په خپله څه قدر نه لرم.
زه په خپله څه فطري ارزښت نه لرم.
مونږ د محبوب انسان پاتې کېدو پلمه کوو؛
مونږ ټول بل چا ته د محبوب پاتې کېدلو پلمه کوو؛ خو په حقیقت کې
مونږ ټول چارچوبیسان یو، لږ لږ په کوڅه کې د هغه کس غونتې یو
چې په ظاهره بیخي سوکاله او بې نیازه ښکاري،
خو په حقیقت کې هغه له وړاندې هیله او پلان درلوده
چې د خلکو پام ځان ته راواړوي.
زما په خیال که مونږ
ټولو سره مل په خپلې دغې عمومي خرجدالۍ باندې
پوهه شولو،
زمونږ د مینې تعلقات به ډېره سوکه شي.
د زړه راښکنې هیجان د دې وجې دی
چې زه د سر نه تر پښتو غواړم
ما سره مینه وشي،
او دا مینه په هر انتخاب کې زما حمایت وکړي.
نو ځکه داسې ښکارېدل غواړم لکه چې زه هېڅ څه خامیانې نه لرم
چې ما سره مینه وشي.
زه غواړم چې چا سره زه مینه کوم هغه هم هېڅ خامۍ نه ولري
چې زه د خپل قدر په اړه ډاډمن شم.
دې وجې نه جوړي
یو بل نه د ښې کارکردګۍ لوی هېلې لري
چې د لږ شان ټیټې لاسته راوړنې په سر
ډېر په اسانه یو بل نه بېل شي.
د دې رويې برعکس،
زه تاسو نرمۍ ته رابولم – مینه په نرمۍ سره.
نرمي څه شی دی؟
نرمي د خپل مین/مینې کمزورۍ قبلولو ته وايي.
د دې مطلب د نوکرانو یوې خپه جوړې په شان جوړېدل نه دي.
(خندا)
نرمي دومره بده هم نه ده.
د دې برعکس،
په نرمۍ کې ډېر زیات خمار او خوشالي ده.
زه په خاصه د یو قسم ظرافت ته اشاره کوم چې له بده مرغه ډېر کم استعمالیږي.
دا یو قسم د یوې قصدي وارخطايۍ شاعري ده.
زه په ځان پورې مسخرو کولو ته اشاره کوم.
یوې داسې جوړې له پاره چې نور څه تکیه نه لري،
د روایتو محدودیتونو دننه موجوده تکیه نه لري،
نو زما په خیال دوي له پاره ځان پورې ټوکې
د تعلق ساتلو تر ټولو ښو لارو کې یوه ده.