څرنګه خپل خالي وختونه وکاروو؟
-
0:01 - 0:04خلک چې خبرېږي زه د وخت مديریت په اړه ليکم
-
0:05 - 0:06دوه څيزونه يې ذهن ته ورځي
-
0:08 - 0:11یو دا چې زه به تل د وخت پابنده یم
-
0:12 - 0:13چې نه یم
-
0:14 - 0:15زه څلور کوچني ماشومان لرم
-
0:15 - 0:18او زه دوی د خپل ځنډ له امله پړه ګڼم
-
0:18 - 0:20خو ځينې وخت د دوی پړه نه وي
-
0:20 - 0:23یو ځل خپله د وخت د مدیريت وينا ته وځنډېدم
-
0:23 - 0:24(خندا)
-
0:24 - 0:28موږ ټول بايد يوه شېبه پر دغه ټکي فکر وکړو
-
0:29 - 0:32دوهم دا چې دوی فکر کوي زما چلونه زده دي
-
0:32 - 0:34ځکه دلته او هلته د وخت په اړه خبرې کوم
-
0:34 - 0:38ځينې وخت مجلو کې لولم چې په خپل ليکنو کې
-
0:38 - 0:41هڅه کوي لوستونکي يې د ورځې زيات وخت ومومي
-
0:41 - 0:45او دا چې له هر ورځني فعاليت څخه وخت وسپموو
-
0:45 - 0:46تر څو چې
-
0:46 - 0:48هغه ښو چارو ته ګوښی کړو
-
0:48 - 0:52په دې اړه پوښتنه راسره وي او لېواله يم چې
-
0:52 - 0:55اورم دوی ما څه بولي
-
0:55 - 0:56یو شمېر يې وايي:
-
0:56 - 0:59هغه مهال چې بايد ښي اړخ ته تاو شئ
-
0:59 - 1:00(خندا)
-
1:00 - 1:02د مایکرویو په کارولو کې معقول اوسئ
-
1:02 - 1:05پرې ليکل شوي تر درې نیمو دقيقو
نهايي کار ترې اخيستلای شئ -
1:05 - 1:07موږ یواځې آخرۍ برخې ته پام کوو
-
1:07 - 1:10زما چې ډېر خوښېږي او تر
یوه بريده سم دی -
1:10 - 1:14ژر ژر د خپلې خوښې پروګرامونه ګورئ
او له اعلان تېرېږئ -
1:14 - 1:16په دې توګه تاسې
اته دقيقې په هر ساعت کې سپموئ -
1:16 - 1:18په دې دوه ساعتونو کې چې تلویزيون ګورئ
-
1:18 - 1:20دوه دېرش دقيقې تمرین ته سپموئ
-
1:20 - 1:21(د ګډونوالو خند)
-
1:21 - 1:22کومه ريښتيا ده
-
1:23 - 1:25بله لاره شته چې دوه دېرش دقيقې وسپموئ
-
1:26 - 1:28په ورځ کې دوه ساعته تلویزيون مه ګورئ
سمه ده؟ -
1:28 - 1:29(خندا)
-
1:29 - 1:32په هر حال، خبره دا ده چې موږ له هغه او دغه
ځایه وخت وژغورو او -
1:33 - 1:35بالاخره هغه څه ته يې ورکړو چې غواړو يې
-
1:35 - 1:38خو وروسته له دې چې پوهېږي چې
بريالي خلک څرنګه خپل وخت کاروي -
1:38 - 1:40او ساعت پر ساعت خپل مهالوېش تعقیبوي
-
1:40 - 1:44نو دا فکر ورته په بشپړ ډول پس پاتې ښکارېږي
-
1:44 - 1:48موږ په هغه وخت ژوند نشو کولای چې سپموو يې
-
1:49 - 1:50موږ هغه ژوند چې غواړو يې جوړوو
-
1:51 - 1:54او بيا وخت خپله سپمول کېږي
-
1:55 - 1:56دغه زما مطلب و
-
1:56 - 1:58اواخرو کې مې د وخت يوه پروژه لرله
-
1:58 - 2:02د ډېرو بوختو مېرمنو ۱۰۰۱ ورځې مې کتلې
-
2:02 - 2:05دوی دندې غوښتلې، کله به يې خپل کاروبارونه
-
2:05 - 2:07ماشومان او حتی ميندې پلرونه چې ويې ساتي
-
2:07 - 2:08يا هم ټولنيزې ژمنې
-
2:08 - 2:10ډېر ډېر بوخت خلک
-
2:11 - 2:13ما په يوه اونۍ کې د دوی د وخت
د تنظیم کار وکړ -
2:13 - 2:15ما خوب او کار ته د دوی وخت زیات کړای شو
-
2:15 - 2:18بیا مې خپل کتاب ته له دوی سره مرکې وکړې
-
2:18 - 2:20یوه له دغو مېرمنو چې وخت يې راته معلوم و
-
2:20 - 2:22یوه شپه د کوم څيز لپاره بهر وزي
-
2:22 - 2:25بېرته چې راځي اوبو ګرموونکی یې مات شوی
-
2:25 - 2:28ښکتنی پوړ ټول اوبو نیولی
-
2:28 - 2:31که کله تاسې ته داسې پېښه در شوې وي
-
2:31 - 2:34پوهېږئ به چې دا ډېر زیان اړوي او ورانی کوي
-
2:34 - 2:36هغه په دې شپه له عاجلو کارونو سره مخ شوه
-
2:36 - 2:38راتلونکې ورځ نل جوړونکي ورتلل
-
2:38 - 2:42بله ورځ د فرش جوړوونکي او پاکوونکي ورتلل
-
2:42 - 2:44او دا ټول د هغې په وخت کې ثبت دي
-
2:44 - 2:46دغه چارې په اونۍ کې اوه ساعته وخت ترې اخلي
-
2:47 - 2:48اوه ساعته
-
2:49 - 2:52دا لکه په ورځ کې د يوه اضافي وخت موندل دي
-
2:53 - 2:56خو ډاډه یم که د اونۍ سر کې مو ترې غوښتي و
-
2:56 - 2:59آیا د ورزش نندارې تګ ته درې ساعته وخت لرې
-
3:00 - 3:04آیا اوه ساعته وخت اوو با ارزښته
خلکو ته ورکولای شې؟ -
3:04 - 3:06زه ډاډه یم چې هغې به زموږ د ډېرو په څېر
ویلي وای چې -
3:06 - 3:11نه، آیا ته نه ګورې چې څومره بوخته یم؟
-
3:12 - 3:13هلته چې اوه ساعته يې بايد موندلای وای
-
3:13 - 3:16خکه ټول لاندينی پوړ يې اوبو نيولی و
-
3:16 - 3:19هغې اووه ساعته وخت پیدا کړ
-
3:19 - 3:23دا موږ ته ښيي چې وخت څومره کشېدونکی دی
-
3:24 - 3:26موږ نشو کولای وخت جوړ کړو
-
3:26 - 3:30خو کوای شو چې غوره کړو چې څه پکې وکړو
-
3:30 - 3:33او د وخت د مديريت کيلي
-
3:34 - 3:36زموږ د لومړيتوبونو ټآکل دي
-
3:36 - 3:39لکه څرنګه چې مات شوی اوبه ګرموونکی مهم و
-
3:40 - 3:41په دې د پوهېدو لپاره
-
3:41 - 3:45د خپل تر ټولو بوخت مرکه شوي کس ژبه کاروم
-
3:45 - 3:47له بوخت مې مطلب د کوچني کاروبار چلول دي
-
3:47 - 3:49دولس کارکوونکي يې لرل
-
3:49 - 3:51هغې د خالي وخت لپاره شپږ ماشومان لرل
-
3:51 - 3:53له هغې سره به مې د مرکې لپاره اړيکه نیوله
-
3:53 - 3:56چې هغه څرنګه دا هر څه کوي
-
3:56 - 3:58زما په ياد دي چې د پنجشنبې یو سهار
-
3:58 - 4:00هغې له ما سره خبرې نشو کولای
-
4:00 - 4:01البته چې نه يې شو کولای
-
4:01 - 4:03خو دا چې هغې راسره خبرې نشو کولای دليل يې
-
4:03 - 4:05دا و چې هغه قدم وهلو ته بهر وتلې وه
-
4:05 - 4:07ځه هغه د پسرلي ښکلی سهار و
-
4:07 - 4:09او هغې غوښتل قدم ووهي
-
4:09 - 4:11نو البته چې دې لږ نوره هم کنجکاوه کړم
-
4:11 - 4:14چې له نږدې مې وليده داسې يې راته تشريح کړه
-
4:14 - 4:17ګوره لورا، هر څه چې زه کوم
-
4:18 - 4:21هره دقیقه چې تېروم یې زما خوښه ده
-
4:22 - 4:23د هغه څه خلاف چې وايي
-
4:23 - 4:25د فلان او بستان کار لپاره وخت نلرم
-
4:26 - 4:31هغې ويل زه هغه نه کوم ځکه لومړيتوب مې ندی
-
4:32 - 4:36زه وخت نلرم دا مانا لري چې لومړيتوب مې ندی
-
4:37 - 4:40که تاسې دې ته فکر وکړئ ډېره سمه خبره ده
-
4:40 - 4:43زه ویلای شم چې د ګردونو څنډلو ته وخت نلرم
-
4:43 - 4:44خو دا ريښتيا نده
-
4:44 - 4:46که ماته یو لک ډالر راکړئ چې صفايي وکړم
-
4:46 - 4:48ډېر ژر به يې وکړم
-
4:48 - 4:49(خندا)
-
4:49 - 4:51خو دا چې داسې نه پېښېږي
-
4:51 - 4:53منلای شم چې د وخت د نشتوالي خبره نده
-
4:53 - 4:55په دې مانا ده چې نه غواړم وې کړم
-
4:55 - 4:58دغه خبره موږ ته ښيي چې وخت انتخاب دی
-
4:58 - 4:59او راکړل شوی
-
4:59 - 5:02ښايي د هر انتخاب بېلابېلې پايلې وي
-
5:02 - 5:04بېلګې يې شته
-
5:04 - 5:05خو موږ هوښيار خلک يو
-
5:05 - 5:07په تېره بيا په اوږدمهال ډول
-
5:07 - 5:09موږ کولای شو چې خپل ژوند په هغو څیزونو
-
5:09 - 5:12ډکولای شو چې موږ يې وړتيا لرو
-
5:13 - 5:14نو څرنګه يې کولای شو؟
-
5:15 - 5:17څرنګه مو لومړيتوبونه تنظیم کړو
-
5:17 - 5:19لکه هغه د مات شوي اوبو ګرموونکي په څېر
-
5:20 - 5:22لومړی بايد پوه شو چې لومړيتوبونه څه دي؟
-
5:22 - 5:25غواړم په دې اړه د فکر کولو تګلاره در وښيم
-
5:25 - 5:26لومړی په مسلکي برخه کې
-
5:26 - 5:29ډاډه یم چې ډېری خلک د کال په پای کې د کلني
-
5:29 - 5:31فعاليت محاسبه کوي
-
5:31 - 5:34په ټول کال کې خپلو برياوو ته ګورئ
-
5:34 - 5:36د ودې لپاره مو فرصتونه
-
5:36 - 5:38او دا خپله موخه لري
-
5:38 - 5:41خو ما ته يې له وړاندې تنظيمول ډېر اغېزناک ښکاري
-
5:41 - 5:44راځئ فکر وکړئ چې د راتلونکي کال پای دی
-
5:44 - 5:47د خپل فعاليت ارزونه کوئ
-
5:47 - 5:51او دا له مسلکي لحاظه تاسې ته ښه کال و
-
5:52 - 5:58درې تر پنځو په زړه پورې کارونه مو کوم وو
-
5:59 - 6:03چې د راتلونکي کال فعاليتونه مو اوس وارزوئ
-
6:03 - 6:05او تاسې دا د شخصي ژوند لپاره هم کولای شئ
-
6:05 - 6:07ډاډه یم چې هم تاسې ما غوندې ډسمبر کې دغه
-
6:07 - 6:11هغه رنګه پاڼې او کارتونه تر لاسه کوئ
-
6:11 - 6:16چې پرې د کورنۍ د رخصتيو ليک ليکلی وي
-
6:16 - 6:18(خندا)
-
6:18 - 6:21د ادبياتو د يوه ډېر غمجن ژانر استازی
-
6:21 - 6:24او وايي په کورنيو کې هر یو څومره خوشاله دی
-
6:24 - 6:25او حتی ټکان ورکونکې دا چې
-
6:25 - 6:27څومره هر څوک په کورنۍ کې بوخت دی
-
6:28 - 6:29خو دا ليکونه هم خپله موخه لري
-
6:29 - 6:32چې ستاسې ملګرو او کورنۍ ته وايي چې
-
6:32 - 6:35څه چې تاسې په خپل شخصي ژوند کې کوئ
د کال په اوږدو کې درته مهم دي -
6:35 - 6:36نو دا کال په یو ډول تېر دی
-
6:36 - 6:39خو څه چې زه غواړم تاسې يې وښيئ
د راتلونکي کال پای دی -
6:39 - 6:42کوم چې ډېر په زړه پورې کال و
-
6:42 - 6:45هم ستاسې لپاره هم ستاسې خپلوانو ته
-
6:45 - 6:50کوم درې تر پنځو کارونه مو وکړل چې
دا کال يې په زړه پورې کړ -
6:51 - 6:55اوس يې د کورنۍ د رخصتۍ په ليک کې
ليکلای شئ -
6:56 - 6:57خو لېږئ يې مه
-
6:57 - 6:58(خندا)
-
6:58 - 7:01لطفا مه يې لېږئ
-
7:01 - 7:02خو تاسې دا ليکلای شئ
-
7:02 - 7:06او اوس د فعاليتونو د مرور او د
کورنۍ د رخصتيو د ليک تر منځ ياست -
7:06 - 7:09موږ له شپږو تر لسو د هدفونو يو لست لرو
چې راتلونکی کال کار پرې وکړو -
7:09 - 7:12موږ باید دا په دوه ګونو مهالوېشونو کې
را ووېشو -
7:12 - 7:14ځينو ته ښايي کورنی تاریخ وليکئ
-
7:15 - 7:17لومړی تاسې د یو څه نورو کورنيو تاريخ
لوستلای شئ -
7:17 - 7:18د ليکنې ډول ته یو حس ومومئ
-
7:18 - 7:21ښايي د هغو پوښتنو په تړاو پوښتنه وکړئ
چې غواړئ له خپلوانو يې وکړئ -
7:21 - 7:23د هغوی د کتلو لپاره ورسره وخت کېږدئ
-
7:23 - 7:25يا ښايي ۵ کیلومټره منډه ووهئ
-
7:25 - 7:28نو اړ يئ چې سيالي وټاکئ او پیل يې کړئ
د روزنې پلان يې ومومئ -
7:28 - 7:30او بيا هغه وړ بوټونه له المارۍ راواخلئ
-
7:30 - 7:32بيا ... همدا کيلي ده
-
7:32 - 7:36موږ له خپلو لومړيتوبونو سره د ګرمو اوبو
د هغه بایلر په څېر چلند کوو -
7:36 - 7:39هغه لومړی په خپلو مهالوېشونو کې اچوو
-
7:40 - 7:45موږ ځکه دا کار کوو چې مخکې لدې چې پکې راشو
اونۍ اونۍ فکر پرې کوو -
7:45 - 7:48زه دې ته يو ښه وخت مومم
جمعه له غرمې وروسته -
7:49 - 7:51جمعه له غرمې وروسته وخت ښايي
اقتصادپوهان -
7:51 - 7:54د لږ فرصت وخت وګڼي
-
7:55 - 7:58موږ اکثر په دغه وخت کې د دې محاسبه
نه کوو چې -
7:58 - 8:00ډېر خوشاله یم دا پرمختګ مې کړی
-
8:00 - 8:02د مسلکي او شخصي لومړيتوبونو په برخه کې
-
8:02 - 8:03همدا اوس
-
8:03 - 8:04(خندا)
-
8:04 - 8:07خو موږ د هغو په څرنګوالي فکر کوو
-
8:07 - 8:09نو د جمعې په ورځ له غرمې وروسته
لږ وخت وباسئ -
8:09 - 8:15ځان ته د ژوند، اړيکو او ځان په دريو
ډلبنديو کې لومړيتوبونه وټاکئ -
8:16 - 8:20په دريو ډلبنديو کې موږ ته ښيي چې
-
8:20 - 8:23بايد څیزونه په دريو ډلبنديو کې وي
-
8:23 - 8:24مسلکي ژوند، موږ پرې فکر کو
-
8:24 - 8:26اړيکې، ځان
-
8:26 - 8:27ډېر نه
-
8:27 - 8:29خو په هر حال یو لنډ لست جوړ کړئ
-
8:29 - 8:31هر يوه کې ۲ تر ۳ څیزونه وټاکئ
-
8:31 - 8:33بيا ټولې راتلونکې اونۍ ته نظر واچوئ
-
8:33 - 8:35وګورئ چېرته يې پلانولای شئ
-
8:36 - 8:38چېرته يې پلانوئ خپل کار مو دی
-
8:38 - 8:42زه پوهېږم ځینو ته به د یو شمېر نورو
په پرتله پېچلی وي -
8:42 - 8:45مطلب دا چې د ځينو ژوند له نورو سخت دی
-
8:46 - 8:49دا به آسانه نه وي چې د شاعرۍ د ټولګي
لپاره وخت وموندل شي -
8:49 - 8:52که د ځان لپاره د ډیرو ماشومانو
د ساتنې پلان لرئ -
8:52 - 8:53زه پدې پوهېږم
-
8:53 - 8:55او زه نه غواړم د چا هڅې محدودې کړم
-
8:55 - 9:00خو فکر کوم شمېرې چې زه يې تاسې ته وایم
پیاوړې کوونکې دي -
9:01 - 9:05په اونۍ کې اتلس ساعته دي
-
9:06 - 9:11څلور ويشت ځله اوه ساعته ۱۶۸ ساعته کېږي
-
9:11 - 9:14دا ډېر وخت دی
-
9:15 - 9:18که په ټول مهال دنده کې وئ نو ۴۰ ساعته په
اونۍ کې راځي -
9:18 - 9:21په شپه کې اته ساعته خوب ۵۶ ساعته په اونۍ
کې کېږي -
9:21 - 9:24او ۷۲ ساعته هم نورو څیزونو ته پرېږدئ
-
9:25 - 9:27دا ډېر وخت دی
-
9:27 - 9:29تاسې وايئ په اونۍ کې ۵۰ ساعته کار کوئ
-
9:29 - 9:31ښايي له اصلي دندې او نورو چارو سره
-
9:31 - 9:33ښه، نو ۶۲ ساعته نورو چارو ته پرېږدئ
-
9:33 - 9:35که وايئ چې شپېته ساعته کار کوم
-
9:35 - 9:38نو ۵۲ ساعته نورو چارو ته پرېږدئ
-
9:38 - 9:40که له شپېتو ساعتو ډېر کار کوئ
-
9:40 - 9:41آیا تاسې ډاډه یئ؟
-
9:41 - 9:43(خندا)
-
9:43 - 9:46یوې مطالعې د خلکو اونيز کارونه د هغوی
له ډایريګانو سره -
9:46 - 9:47پرتله کول
-
9:47 - 9:50دوی وموندله چې څوک چې ادعا کوي ۷۵ ساعته
اونۍ کې کار کوي -
9:50 - 9:52نو ۲۵ ساعته رخصتي يې لرله
-
9:52 - 9:54(خندا)
-
9:54 - 9:56فکر وکړئ په کومه برخه کې؟
-
9:58 - 10:00په هر حال په اونۍ کې په ۱۶۸
ساعتونو کې -
10:00 - 10:03فکر کوم هغو څیزونو ته چې راته مهم دي
وخت پیدا کولای شو -
10:03 - 10:05که غواړئ له خپلو ماشومانو سره وخت تېر
کړئ -
10:05 - 10:07که غواړئ چې کومې ازموينې ته ډېره مطالعه
وکړئ -
10:07 - 10:11که غواړئ چې درې ساعته تمرین وکړئ يا دوه
ساعته رضاکارانه کار وکړئ -
10:11 - 10:12کولای شئ
-
10:12 - 10:16او دا په داسې حال کې چې که ټول مهال کار
هم ډېر کار کوئ -
10:16 - 10:18نو کافي اندازه وخت لرئ، چې
دا ډېره ښه ده -
10:18 - 10:19ځکه فکر وکړئ چې
-
10:19 - 10:22حتی نور وخت مو هم نه په کارېږي چې
په زړه پورې چارې وکړو -
10:22 - 10:25خو کله چې وخت لرو مهمه دا ده چې څه کوو؟
-
10:26 - 10:27تلفون راواخلئ
-
10:28 - 10:30ایمیلونه ړنګ کړئ
-
10:30 - 10:32که نه نو په کور کې بوختېږو
-
10:32 - 10:34یا به تلویزیون ګورو
-
10:34 - 10:37خو کوچنۍ لحظه هم ستر ځواک لري
-
10:38 - 10:40تاسې کولای شئ خپل وخت نه استفاده وکړئ
-
10:40 - 10:42د لږ شېبې خوند لپاره
-
10:43 - 10:46ښايي وغواړئ چې کار ته پر لاسه په بس کې
-
10:46 - 10:47په زړه پورې څیز ولولئ
-
10:47 - 10:50زه پوهېږم، ما دنده درلوده چې ۲ ساعته مزل
مې کاوه -
10:50 - 10:51او په مېټرو کې به هر سهار تلم
-
10:51 - 10:54زه به د اونۍ په پای کې کتابتون ته تللم
لوست ته مې کتاب اخيست -
10:54 - 10:59دې چارې مې ټوله تجربه له خوندونو ډکه کړه
-
11:00 - 11:03په کار کې دمې د خبرو او لمانځه لپاره
کارېدای شي -
11:03 - 11:07که د کار د فشار له امله ماښامی بهر خورئ
-
11:07 - 11:09ښايي د کور سباناری يو ډېر ښه بدیل وي
-
11:10 - 11:13دا د یوه چا د ټول وخت په اړه نظر دی
-
11:13 - 11:15او د دې کتل دي چې د یوه چا ښه کارونه
چېرته ځي -
11:17 - 11:18زه په دې له زړه څخه باور لرم چې
-
11:19 - 11:22وخت شته
-
11:23 - 11:25حتی که موږ بوخت هم یو
-
11:25 - 11:27موږ هغه څه ته چې مهم دي وخت لرو
-
11:28 - 11:30او کله چې په مهمو څیزونو تمرکز کوو نو
-
11:30 - 11:32هغه ژوند چې غواړو يې رامنځته کوو
-
11:33 - 11:34په هغه وخت کې چې راسره دی
-
11:35 - 11:36مننه
-
11:36 - 11:41(چکچک)
- Title:
- څرنګه خپل خالي وختونه وکاروو؟
- Speaker:
- لورا ونډرکام
- Description:
-
په هره اونۍ کې ۱۶۸ ساعته وخت لرو. څرنګه تر ټولو مهمو چارو ته وخت مومو؟ د وخت د مدیريت متخصصه لورا ونډرکام په دې څېړنې کوي چې څرنګه ډېر بوخت کسان خپل وخت کاروي او هغې موندلې چې موږ ډېری وخت هره اونۍ خپلې ژمنې ډېرې ځان ته سختوو په داسې حال کې چې په هغه وخت چې لرو يې هم ښه پوهېږو. هغه یو شمېر عملي تګلارې ښيي چې هغو چارو ته د وخت په موندلو کې مرسته کوي چې مهمې دي، تر څو هغه رنګ چې غواړو ژوند وکړو، په هماغه وخت کې چې لرو يې.
- Video Language:
- English
- Team:
- closed TED
- Project:
- TEDTalks
- Duration:
- 11:54
TED Translators admin approved Pashto subtitles for How to gain control of your free time | ||
tariqq khan accepted Pashto subtitles for How to gain control of your free time | ||
Abdullah Elham edited Pashto subtitles for How to gain control of your free time | ||
Abdullah Elham edited Pashto subtitles for How to gain control of your free time | ||
Abdullah Elham edited Pashto subtitles for How to gain control of your free time | ||
Abdullah Elham edited Pashto subtitles for How to gain control of your free time | ||
Abdullah Elham edited Pashto subtitles for How to gain control of your free time | ||
Abdullah Elham edited Pashto subtitles for How to gain control of your free time |